واپس چلیں   پاکستان کی آواز > میرے پاکستان سے > علاقائی زبانیں > پشتو فورمز




رائے شماری کا نتیجہ دیکھیں: تاسو دَ پختون قوم تاریخ باره كښے دے نظریے سره اتفاق كوۍ
اَو، زۀ دے نظریے سره متفق یم 2 100.00%
نه، زۀ دے نظریے سره متفق نه یم 0 0%
پته نشته، زۀ نه پوهیږم چے دا نظریه صحیح ده یا غلط 0 0%
ووٹ دینے والے: 2. آپ شائد اس میں ووٹ نہیں ڈال سکتے

دَ پختون قوم تاریخ

short url
جواب
 
LinkBack موضوع کے اختیارات موضوع کی درجہ بندی ظاہری انداز
پرانا 18-02-10, 11:45 PM   #1
Senior Member
مقبول
 
تاریخ شمولیت: Sep 2008
مقام: ریاض، سعودی عرب
مراسلات: 137
کمائي: 3,342
شکریہ: 13
101 مراسلہ میں 301 بارشکریہ ادا کیا گیا
Lightbulb دَ پختون قوم تاریخ

دَ پختون قوم تاریخ

دا مقاله قاضي احد جان صيب ليکلې ده چې کوم د پښتو مجلې (ستړې مشې) کښ په کال 1932 ء کښ خپرول شوې وه.


اصلی پښتانۀ ځان ته دَ افغانه اولاد وائي. افغانه دَ يرميا زوے او دَ ساول نمسے وو. ساول دَ (عيسٰی عليه السلام نه پنځه دَ پاسه زر کاله مښكے) دَ حضرت سليمان عليه السلام سالار وو. دوی وائي چه دَ عيسي عليه السلام نه شپږ سوه کال مښكے ځمونږ پلار نيکۀ د کنعان نه ايران ته راغلل او دې ځاې نه رو رو د هرات د نمرخاتۀ طرف ته د غور په غرونو کښ آباد شول. دلته به ورته خلقو بني افغان يا بني اسرائيل وئیل.
دَ حضرت سليمان عليه السلام د زمانې نه يو نيم زر کاله پس ځمونږ پیغمبر حضرت محمد مصطفي صلعم په عربو کښ ښکاره شۀ او د نبوت اعلان ئي وکړ. د نبوت په نهم کال دَ عربو يو سردار خالد بن وليد اسلام راوړو. دې سردار د غور پښتنو ته يوه چيټئي ولیږله او د پيغمبر آخر زمان صلعم زيرې ئې ورباند وکړ. د چيټئي رسيدو سره د غور پښتنو د مشرانو يوه ډله تحقيق د پاره عربو ته ولیږله. د دغې ډلې د سردار نوم قيس وۀ. دلته چه راورسيدل نو ټول د حضرت خالد بن وليد په وينا باندې مسلمانان شول. دا قيس نوم سردار چې د پښتنو د ډلې مشر وۀ، د ساول په اوۀ ديرشمه (37) پوړئي کښ نمسې وۀ. دۀ ته خالد بابا خپله لور ورکړه. پيغمبر صلعم دې پښتنو ته دعا وکړه او قيس نه ئي عبراني نامه لرې کړه او اسلامي نوم عبدالرشيد ئې پر کيښود. دوئي چه څه وخت راروانیدل نو په ډير عزت ئي رارخصت کړل. او د پښتنو قام ته ئې د ((فتان)) خطاب ورکړو، چه بيا وروسته د خلقو په خولې کښیناست او د دې ملک ژبه هم لواړه وه نو د ((فتان)) نه ((پټان)) جوړ شو. فتان په سیریائی عرب ژبه کښ سګاونړ ته وائي يعني لکه څنګه چه بيړئي په سنګاونړ چلیږي، دغه سې به دا پټان قام د اسلام بیړئي وچلوي.
پټان عبدالرشيد چه د خپلو ملګرو سره خپل وطن غور ته راغې نو په يو څو کال کښ قريب قريب ټول خلق مسلمانان شول. چه په کښ ډير وليان، زبرګان او د مرتبو خاوندان وختل. د دۀ د دې بي بي يعني د خالد بابا د لور نه درې زامن وشول. د مشر نوم سربون او د مينځني بيټان او د دريم غرغشت وۀ. وائي چه د دې قيس يا عبدالرشيد بابا د دې دريو زامنو د اولاد نه څلور سوه قامونه يعني خيلونه جوړ شوي دي. د پيښور نه تر قندهار پورې پښتانه يعني دراني، ترين، شيراني، او کهيتران د سربون د دوه زامنو اولاد دي. يوسف زي، محمد زي، مهمند، او داؤدزي وغيره د بيټان اولاد دي. غلزي، لودهي، او سوري هم د بيټان د لور د طرف نه اولاد دي. د قيس د دريم زوي يعني غرغشت درې زامن وؤ او کاکړ، وزير، شيتک، توري، خټک او اپريدي وغيره د دغې دريو اولاد دي.
دا چه ما څه وليکل په ځان د پښتنو د خيال ټکي دي. يعني هغوئي دغه سې وائي او دا ئې خيال دې. ليکن ډاکټر بيلوز او نور مؤرخان ليکي چه د اسلام نه پخوا د سرحدي صوبې او د ګير چاپير علاقې پښتانه قامونه د يو پکټيان نوم آريه قوم اولاد دي چه د بدها په دين ؤو او ژبه ئې ((پکتو)) وه. د دوئي څلور شاخونه دي، اپريټي (افريدي)، سترګیدي (خټک)، داديکي (دادي) او ګندهاري (قندهاري) چه په سپين غرۀ کښ، سليمان غره کښ، د اباسيند په کندو کښ، او د کابل د سيند قطب ډډي ته، د پيښور په کنده، او د دې نه د قطب اړخ په غرونو کښ آباد ؤو.
مشهور تاريخ ليکونکی هيروډوټس ليکلي دي چې د عيسي عليه السلام نه درې سوه اوۀ کال وړنبې چه سلطان سکندر په هندوستان باندې حمله وکړه نو دلته هم دا پکټيان نوم قام موجود وۀ.
د عيسي عليه السلام په اتمه صدي کښ دې اصلي پښتنو د عربو د خليفګانو جنډې لاندې د دين ښورولو په جوش کښ غور او قندهار طرف ته کوچ وکړ او دلته ئې د بود مزهب ګندهاري قام سره مقابله وشوه. پښتانه ډير لږ ؤو نو د هغوئي ئې څه ونۀ کړې شول او پخپله ئې هم د هغو ژبه يعني پښتو راواخسته. او د هغو نه ئې ودونه کوژدنې وکړې او آخر ئې هغوئي ټول په اسلام مشرف کړل. په دې شان د پښتنو اصلي قام چه په کښ د بنی اسرائیلو، ايرانيانو او د عربو وينه هم ګډه شوي وه، د ګندهاري قام سره ګډګا ډيره شوه. يوسف زي، مهمند، ګيګياني، ترکلانړي، داؤدزي، خليل، محمد زي، او شنواري وغيره هم د دې ګندهاريانو اولاد دي.
د عيسي عليه السلام په لسمه صدې کښ يعني 1000ء کښ سبکتګين په هندوستان حمله وکړه. او دا وړنبي ځل وه چه د پکټيان قام په علاقو کښ د ترکي نسل قامونه هغه ځان سره راوستل.
د سبکتګين نه پس د ده زوئ محمود غزنوي اپريدي، په اسلام مشرف کړل. هغه ځان سره يو غلزي نوم ترکي نسل راوست چه ډير جنګيالي قام وۀ. هغو جلال آباد او قلات غلزي فتح کړل او نمرخاته غر پريواتۀ ته ښواړۀ شول. محمود غزنوي ځان سره يو بل کوهستاني قام هم راوستې وۀ. چه هغو ته رهيلي وائي. دا قام په هغه ټولو علاقو کښ ښور شۀ چه کومې فتح شوي وي. د اوده په ضلع کښ روهیلکنډ نوم ښهر هم د ده په نامه باندې نومړي دې.
په 1200ء کښ د غور د پښتنو لاس ته بيا بادشاهي راغله او هغوئي په هندوستان حمله وکړه او د پکټيان ټول پاتې شوي قامونه ئې مسلمانان کړل. او هغو سره ئې ودونه کوژدني وکړۀ راکړۀ وکړل. په دې شان سره ټول پټان قام مسلمان شۀ. او بيا د پښتون قام په ډيره مړانه سره په هندوستان وروخوت. او په دنيا کښ ئې د اسلام جنډه اوچته کړه او ځان ئې د خپل پيغمبر صلعم د خطاب (پټان) اهل ثابت کړ او د هغه په مبارکه ګفته باندې ئې د تصديق مهر ولګاوۀ.
د سرحد او د غيرو علاقو پښتانۀ د هر چا اولاد چې وي، ليکن کوم خدمتونه چه دوئ د پيغمبر صلعم د دين ښورولو کښ کړې دې، هغه لکه د نمر ښکاره دې. او تر قيامت به په دنيا کښ يادېږي. د دې دروند قام هر يو سړې که په خپلو قومي خدمتونو باندې هر څومره غاوره شي، نو په ځائ دې. او چې د کوم قام د مشرانو د خدمت او د همت دایې روايتونه وي، نو هغه هيچرې نه شي ورکیدے۔
محبوب عالم آف لائن ہے  
Digg this Post!Add Post to del.icio.usBookmark Post in TechnoratiFurl this Post!
Reply With Quote
پرانا 19-02-10, 12:06 AM   #2
Senior Member
مقبول
 
تاریخ شمولیت: Sep 2008
مقام: ریاض، سعودی عرب
مراسلات: 137
کمائي: 3,342
شکریہ: 13
101 مراسلہ میں 301 بارشکریہ ادا کیا گیا
Default

ځما په خیال دا دواړه خبرے صحیح دی۔ پښتون قوم دراصل دَ دوؤ قامونو یو مركب دے: افغان اور پكټیان۔۔۔ افغان دَ مښكے نه مسلمانان وو اور پكټیان بیا وروستو مسلمانان شول۔ پكټیان په اصل كښے دَ آریائی قوم یو ایرانی شاخ وو اَو دَ دوی په قبضه كے افغانستان ډیره علاقه وه ۔ افغان بنی اسرائیل وو۔۔
محبوب عالم آف لائن ہے  
Digg this Post!Add Post to del.icio.usBookmark Post in TechnoratiFurl this Post!
Reply With Quote
محبوب عالم کا شکریہ ادا کیا گیا
ھارون اعظم (19-02-10)
پرانا 19-02-10, 12:38 AM   #3
ذیلی ناظم

 
عدنان دانی's Avatar
 
تاریخ شمولیت: Nov 2009
مقام: متحدہ عرب امارات
عمر: 21
مراسلات: 6,268
کمائي: 152,336
شکریہ: 4,794
4,340 مراسلہ میں 10,885 بارشکریہ ادا کیا گیا
Default

ڈیرہ لا۔۔۔۔۔۔۔۔ ڈیر سبردست۔۔۔۔۔
ڈیری مننہ رورہ
عدنان دانی آف لائن ہے  
Digg this Post!Add Post to del.icio.usBookmark Post in TechnoratiFurl this Post!
Reply With Quote
پرانا 19-02-10, 12:38 AM   #4
ذیلی ناظم

 
عدنان دانی's Avatar
 
تاریخ شمولیت: Nov 2009
مقام: متحدہ عرب امارات
عمر: 21
مراسلات: 6,268
کمائي: 152,336
شکریہ: 4,794
4,340 مراسلہ میں 10,885 بارشکریہ ادا کیا گیا
Default

ڈیرہ لا۔۔۔۔۔۔۔۔ ڈیر سبردست۔۔۔۔۔
ڈیری مننہ رورہ
عدنان دانی آف لائن ہے  
Digg this Post!Add Post to del.icio.usBookmark Post in TechnoratiFurl this Post!
Reply With Quote
جواب

Tags
pashto history, کنعان, کال, پیغمبر, چې, موجود, ملک, محمد, مشرف, آباد, ئې, السلام, اسلام, ته, تاریخ, ثابت, جان, حضرت, خطاب, دوه, دعا, سردار, شان, ضلع, عزت, غور


Currently Active Users Viewing This Thread: 1 (0 members and 1 guests)
 
موضوع کے اختیارات
ظاہری انداز Rate This Thread
Rate This Thread:


Similar Threads
موضوع موضوع شروع کیا فورم جوابات آخری مراسلہ
جعلی پیر کا خاتون پر تشدد،کپڑے پھاڑ دیے‘متاثرہ خاتون کا خود سوزی کا اعلان ابن جلال خبریں 21 06-06-11 08:45 PM
جن باٹوں سے تول كر دوگے، تمہيں بھی تو اُن ہی باٹوں سے تول كر ملے گا ناں! ابو عمار گپ شپ 3 13-01-11 09:31 AM
wajee ذیلی ناظم کی ملک توڑنے کی بات "ہندوستان کو توڑ دیا یہ کیا چیز ہے" اویسی تھانہ 27 23-04-10 04:41 PM
پشتونستان سے خیبر پختونخواہ تک ھارون اعظم سیاست 15 12-04-10 01:34 PM
تعلق توڑتا ہوں تو مکمل توڑ دیتا ہوں The Great شعر و شاعری 0 26-08-09 12:20 PM


تمام اوقات پاکستانی معیاری وقت ( +5 GMT) کے لحاظ سے ہیں۔ ابھی وقت ہے 06:24 PM

Powered by vBulletin® Copyright ©2000 - 2012, Jelsoft Enterprises Ltd.
Search Engine Friendly URLs by vBSEO 3.3.1
جملہ حقوق نشرو اشاعت ©2000 - 2012,پاکستان کی آواز - پاکستان کے فورمزکی انتظامیہ کے پاس مخفوظ ہیں۔ ہم اردو ترجمے کے لیے جناب زبیرکے مشکور ہیں-
اپنا بلاگ مفت حاصل کریں wordpress.pk
ہم pak.net ڈومین نیم کے لیے جناب فاروق سرور خان کے مشکور ہیں

Template-Modifikationen durch TMS
vBCredits v1.4 Copyright ©2007 - 2008, PixelFX Studios
Ad Management plugin by RedTyger